Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
وَبِالْحَقِّ اَنْزَلْنٰهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۘ
او په حقه مو نازل كړى او په حقه نازل شوى او ته مو له زېري وركونكي او وېرونكي پرته بل څه نه يې لېږلى.
阿拉伯语经注:
وَقُرْاٰنًا فَرَقْنٰهُ لِتَقْرَاَهٗ عَلَی النَّاسِ عَلٰی مُكْثٍ وَّنَزَّلْنٰهُ تَنْزِیْلًا ۟
او قرآن مو بېل بېل كړ چې وخت پر وخت يې په خلكو ولولې او هغه مو كرار كرار نازل كړ.
阿拉伯语经注:
قُلْ اٰمِنُوْا بِهٖۤ اَوْ لَا تُؤْمِنُوْا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهٖۤ اِذَا یُتْلٰی عَلَیْهِمْ یَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ سُجَّدًا ۟ۙ
ورته وايه چې كه تاسو يې منئ يا يې نه منئ خو له دې مخكې چې چاته علم وركړى شوى، كله چې دا پر هغو لوستل كيږي نو پړمخې په سجده پرېوځي.
阿拉伯语经注:
وَّیَقُوْلُوْنَ سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنْ كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُوْلًا ۟
او وايي زموږ رب لره پاكي ده، بې شكه زموږ د رب وعده ترسره كېدونكې ده.
阿拉伯语经注:
وَیَخِرُّوْنَ لِلْاَذْقَانِ یَبْكُوْنَ وَیَزِیْدُهُمْ خُشُوْعًا ۟
او پړمخې پرېوځي، ژاړي او عاجزي يې لاپسې زياتيږي.
阿拉伯语经注:
قُلِ ادْعُوا اللّٰهَ اَوِ ادْعُوا الرَّحْمٰنَ ؕ— اَیًّا مَّا تَدْعُوْا فَلَهُ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی ۚ— وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَیْنَ ذٰلِكَ سَبِیْلًا ۟
ورته ووايه: الله راوبولئ يا رحمن، هر يو چې رابلئ نو د هغه ډېر ښه نومونه دي، او لمونځ دې مه په لوړ اواز كوه او مه په ډېر ټيټ، بلكې د دې ترمنځ يوه (منځنۍ) لار ونيسه.
阿拉伯语经注:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ الَّذِیْ لَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَلَمْ یَكُنْ لَّهٗ وَلِیٌّ مِّنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِیْرًا ۟۠
او وايه: هغه الله لره ستاينه ده چې نه يې څوک زوى نيولى، نه يې په باچاهۍ كې څوک شريک شته او نه يې د بې وسۍ له امله څوک ملاتړ شته، او د هغه لويي وايه، بشپړه لويي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭