Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
وَاِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِی الْبَحْرِ ضَلَّ مَنْ تَدْعُوْنَ اِلَّاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا نَجّٰىكُمْ اِلَی الْبَرِّ اَعْرَضْتُمْ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ كَفُوْرًا ۟
او كله چې په سمندر كې څه كړاو در ورسېږي، له هغه (الله) پرته ټول هغه (معبودان) چې تاسو يې رابلئ، درنه ورک شي، خو چې بيا مو كله وچې ته راوژغوري نو ترې څنګ كوئ او انسان خو دى ناشكره.
阿拉伯语经注:
اَفَاَمِنْتُمْ اَنْ یَّخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ اَوْ یُرْسِلَ عَلَیْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ وَكِیْلًا ۟ۙ
آيا له دې بې غمه ياستئ چې د وچې په كومه څنډه كې به مو پر زمكه ننباسي، يا به كاڼي اورونكې سيلۍ درباندې راولي بيا به څوک خپل ساتونكى ملاتړ ونه مومئ.
阿拉伯语经注:
اَمْ اَمِنْتُمْ اَنْ یُّعِیْدَكُمْ فِیْهِ تَارَةً اُخْرٰی فَیُرْسِلَ عَلَیْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّیْحِ فَیُغْرِقَكُمْ بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ— ثُمَّ لَا تَجِدُوْا لَكُمْ عَلَیْنَا بِهٖ تَبِیْعًا ۟
يا له دې نه بې غمه ياست چې يو ځل بيا مو سمندر ته ورولي او سخت توپاني باد درباندې را والوزوي او ډوب مو كړي، د هغه كفر په سبب چې تاسو كړى، بيا به ځان ته داسې څوک ونه مومئ چې ستاسو په اړه له موږ څخه پوښتونكى وي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِیْۤ اٰدَمَ وَحَمَلْنٰهُمْ فِی الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلٰی كَثِیْرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِیْلًا ۟۠
او بې شكه د آدم خېلخانې ته مو ډېر عزت وركړى او هغوى ته مو په وچه او لمده كې سپرلۍ وركړي دي او د پاكيزه شيانو روزي مو وركړې ده او پر زياترو هغو شيانو مو غوره والی وركړى، چې موږ پيدا كړي.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ نَدْعُوْا كُلَّ اُنَاسٍ بِاِمَامِهِمْ ۚ— فَمَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ یَقْرَءُوْنَ كِتٰبَهُمْ وَلَا یُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟
هغه ورځ چې هره ډله به له خپل امام (رسول يا مشر) سره وبولو، نو د چا كتاب چې په ښي لاس وركړى شو نو هغوى به خپل كتاب لولي او د خرما د زړي نري تار په اندازه ظلم به هم نه ورسره كيږي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ كَانَ فِیْ هٰذِهٖۤ اَعْمٰی فَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ اَعْمٰی وَاَضَلُّ سَبِیْلًا ۟
او څوک چې په دې دنيا كې ړوند وي (له حقه)، نو هغه به آخرت كې هم ړوند وي بلکې لا ډېر زيات لار وركى به وي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كَادُوْا لَیَفْتِنُوْنَكَ عَنِ الَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ لِتَفْتَرِیَ عَلَیْنَا غَیْرَهٗ ۖۗ— وَاِذًا لَّاتَّخَذُوْكَ خَلِیْلًا ۟
او حقيقتاً نږدې و چې دوى دې په فتنه كې واچوې، له هغې وحې دې واړوي چې موږ درلېږلې تر څو پر موږ پورې بل څه وتړې، او بيا به يې نو خامخا په دوستۍ نيولى وې.
阿拉伯语经注:
وَلَوْلَاۤ اَنْ ثَبَّتْنٰكَ لَقَدْ كِدْتَّ تَرْكَنُ اِلَیْهِمْ شَیْـًٔا قَلِیْلًا ۟ۗۙ
او كه ته مو ټينـګ كړى نه واى نو نږدې وه چې د دوى لور ته لږ وركوږ شوى واى.
阿拉伯语经注:
اِذًا لَّاَذَقْنٰكَ ضِعْفَ الْحَیٰوةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَیْنَا نَصِیْرًا ۟
بيا به مو حتماً په ژوند كې هم دوه برابره عذاب درڅكلى واى او په مړينه (آخرت) كې هم دوه برابره، بيا به دې زموږ پر خلاف كوم مرستندوى نه واى موندلى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭