Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا ۟
خو ستا د رب رحمت دى، يقيناً پر تا د هغه ستره پېرزوينه ده.
阿拉伯语经注:
قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا ۟
ورته ووايه كه دا ګرد انسانان او پېريان په دې راغونډ شي چې د دې قرآن مثال راوړي، نو را به يې نه وړي كه څه هم يو د بل مرستيالان هم شي.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟
او حقيقتاً موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړ، خو زياترو خلكو پرته له انكاره (او ناشكرۍ) بل څه ونه منل.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًا ۟ۙ
او ويې ويل: تر هغو به دې ونه منو چې له دې ځمكې دې يوه چينه راته بهولې نه وي.
阿拉伯语经注:
اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًا ۟ۙ
يا ستا لپاره د كجورو او انګورو يو باغ وي چې په منځ كې يې بهېدلې ويالې روانې كړې.
阿拉伯语经注:
اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًا ۟ۙ
يا ته پر موږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لكه چې دعوه كوې، يا الله او پرښتې موږ ته مخامخ راولې.
阿拉伯语经注:
اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ ؕ— وَلَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ ؕ— قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟۠
يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور وي، يا ته اسمان ته وخېژې، او لا په ختلو دې هم باور نه كوو، څو چې يو داسې كتاب موږ ته را نازل نه كړې چې موږ یې ولولو! ورته ووايه: زما رب لره پاكي ده، آيا زه له يو رالېږل شوي انسان پرته بل څه يم؟!
阿拉伯语经注:
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰۤی اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَبَعَثَ اللّٰهُ بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟
او كله چې دغو خلكو ته هدايت راغى نو له ايمان راوړلو نه كوم بل شي ايسار نه كړل پرته له دې چې ويل به يې: آيا الله يو انسان د رسول په توګه رالېږلى؟
阿拉伯语经注:
قُلْ لَّوْ كَانَ فِی الْاَرْضِ مَلٰٓىِٕكَةٌ یَّمْشُوْنَ مُطْمَىِٕنِّیْنَ لَنَزَّلْنَا عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُوْلًا ۟
ورته وايه: كه چېرې په ځمكه كې ملايكې ډاډه ګرځېداى راګرځېداى نو خامخا به مو پر هغوى له اسمانه كوم ملايک د رسول په توګه ور نازل كړى واى.
阿拉伯语经注:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟
ورته ووايه: زما او ستاسو ترمنځ (يوازې) الله د شاهد په توګه بس دى، بې شكه هماغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭