Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
مَنْ كَانَ یُرِیْدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهٗ فِیْهَا مَا نَشَآءُ لِمَنْ نُّرِیْدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهٗ جَهَنَّمَ ۚ— یَصْلٰىهَا مَذْمُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟
څوک چې د سملاسې ګټې غوښتنه كوي نو چاته چې د څه وركول وغواړو (په دې دنیا يې) زر وركوو، بيا جهنم ورته (برخه) ګرځوو، چې رټلى ديكه شوى به ورننوځي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ اَرَادَ الْاٰخِرَةَ وَسَعٰی لَهَا سَعْیَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَاُولٰٓىِٕكَ كَانَ سَعْیُهُمْ مَّشْكُوْرًا ۟
او چا چې آخرت وغوښت او د هغه لپاره يې هڅه وكړه، مناسبه هڅه، او دى مومن هم وي نو د داسې خلكو هڅه په مننې سره منل شوې ده.
阿拉伯语经注:
كُلًّا نُّمِدُّ هٰۤؤُلَآءِ وَهٰۤؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ ؕ— وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُوْرًا ۟
هرې ډلې سره مرسته كوو، دغې سره هم او هغې سره هم، ستا د رب له وركړې نه، او ستا د رب وركړې لره مخه نيول كېده نشته.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— وَلَلْاٰخِرَةُ اَكْبَرُ دَرَجٰتٍ وَّاَكْبَرُ تَفْضِیْلًا ۟
ګوره څنګه مو (په دنيا كې) ځينو ته پر ځينو فضيلت وركړى، او آخرت خو خامخا په درجو كې هم ډېر لوى دى او هم په غوره والي كې.
阿拉伯语经注:
لَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُوْمًا مَّخْذُوْلًا ۟۠
الله سره بل معبود شريک مه نيسه، كنه بيا به كېنې پړ او بې ملاتړه.
阿拉伯语经注:
وَقَضٰی رَبُّكَ اَلَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّاۤ اِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ اِحْسَانًا ؕ— اِمَّا یَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ اَحَدُهُمَاۤ اَوْ كِلٰهُمَا فَلَا تَقُلْ لَّهُمَاۤ اُفٍّ وَّلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَّهُمَا قَوْلًا كَرِیْمًا ۟
او ستا رب حكم كړى دى چې له هغه پرته بل څوک مه لمانځئ، او مور پلار سره ښېګڼه كوئ، كه تا سره يو له هغو يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي نو هغوئ ته اُف قدرې هم مه وايه، رټه يې مه او هغوى سره په درناوى خبرې كوه.
阿拉伯语经注:
وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّیٰنِیْ صَغِیْرًا ۟ؕ
او په رحمت سره هغوى دواړو ته مات غاړى اوسه او داسې وايه چې اى زما ربه، پر دواړو داسې رحم وكړې لكه زه يې چې وړوكى روزلى يم.
阿拉伯语经注:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَا فِیْ نُفُوْسِكُمْ ؕ— اِنْ تَكُوْنُوْا صٰلِحِیْنَ فَاِنَّهٗ كَانَ لِلْاَوَّابِیْنَ غَفُوْرًا ۟
ستاسي رب په هغه څه ډېر ښه پوه دى چې په زړونو كې مو دي، كه تاسو صالحان اوسئ نو بې شكه هغه توبه كوونكو لپاره بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَاٰتِ ذَا الْقُرْبٰی حَقَّهٗ وَالْمِسْكِیْنَ وَابْنَ السَّبِیْلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِیْرًا ۟
او خپلوانو ته يې حق وركوه، او مسكين او لاروي ته هم، او بې ځايه لګښتونه مه كوه.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الْمُبَذِّرِیْنَ كَانُوْۤا اِخْوَانَ الشَّیٰطِیْنِ ؕ— وَكَانَ الشَّیْطٰنُ لِرَبِّهٖ كَفُوْرًا ۟
يقيناً بې ځايه لګښت كوونكي د شيطانانو ورونه دي، او شيطان خو د خپل رب ناشكره دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭