Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
عَسٰی رَبُّكُمْ اَنْ یَّرْحَمَكُمْ ۚ— وَاِنْ عُدْتُّمْ عُدْنَا ۘ— وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكٰفِرِیْنَ حَصِیْرًا ۟
ښايي رب مو اوس رحم درباندې وكړي او كه بېرته (فساد ته) وګرځېدئ موږ به هم (ستاسو عذاب ته) در وګرځو او كافرانو ته مو جهنم بندي خانه ګرځولې ده.
阿拉伯语经注:
اِنَّ هٰذَا الْقُرْاٰنَ یَهْدِیْ لِلَّتِیْ هِیَ اَقْوَمُ وَیُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِیْنَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ اَجْرًا كَبِیْرًا ۟ۙ
يقيناً دا قرآن هغې لارې ته ښوونه كوي چې سمه سيده ده، او هغو مومنانو ته چې سم كارونه كوي دا زېرى وركوي چې بې شكه د دوى لپاره لويه بدله ده.
阿拉伯语经注:
وَّاَنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠
او دا چې كوم خلک په آخرت باور نه كوي هغوی ته مو دردناک عذاب چمتو كړيدى.
阿拉伯语经注:
وَیَدْعُ الْاِنْسَانُ بِالشَّرِّ دُعَآءَهٗ بِالْخَیْرِ ؕ— وَكَانَ الْاِنْسَانُ عَجُوْلًا ۟
انسان په هغه شان بدي غواړي څرنګه چې د خير غوښتل یې دي، انسان ډېر تلوار كوونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَجَعَلْنَا الَّیْلَ وَالنَّهَارَ اٰیَتَیْنِ فَمَحَوْنَاۤ اٰیَةَ الَّیْلِ وَجَعَلْنَاۤ اٰیَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوْا عَدَدَ السِّنِیْنَ وَالْحِسَابَ ؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ فَصَّلْنٰهُ تَفْصِیْلًا ۟
(ګورئ!) شپه او ورځ مو دوه نښانې ګرځولې دي، د شپې نښانه مو بې نوره وګرځوله او دورځې نښانه مو روښانه كړه، تر څو تاسي د خپل رب فضل ولټولى شئ او د مياشتو كلونو حساب معلوم كړاى شئ، په دغه ډول موږ هر شى په تفصيل سره يو له بله بېل كړيدی.
阿拉伯语经注:
وَكُلَّ اِنْسَانٍ اَلْزَمْنٰهُ طٰٓىِٕرَهٗ فِیْ عُنُقِهٖ ؕ— وَنُخْرِجُ لَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ كِتٰبًا یَّلْقٰىهُ مَنْشُوْرًا ۟
او د هر انسان بخت (تالې) مو خپله د هغه په غاړه كې زوړندې كړې دي او د قيامت په ورځ خو به هغه ته يو ليک راوباسو چې (تيار) پرانيستى به يې ومومي.
阿拉伯语经注:
اِقْرَاْ كِتٰبَكَ ؕ— كَفٰی بِنَفْسِكَ الْیَوْمَ عَلَیْكَ حَسِیْبًا ۟ؕ
(ورته به وویل شي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلې محاسبې لپاره ته په خپله كافي يې.
阿拉伯语经注:
مَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ؕ— وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِیْنَ حَتّٰی نَبْعَثَ رَسُوْلًا ۟
څوک چى سمه لاره ونيسي نو هغه په نېغه لار سميږي صرف د ځان لپاره او څوک چې بې لارې شو نو هم د خپل ځان پر ضرر بې لارى شو، او هېڅ پېټى وړونكى به د بل پېټى وانخلي، او موږ هم تر هغو څوک نه عذابوو چې كوم رسول مو نه وي ورلېږلى.
阿拉伯语经注:
وَاِذَاۤ اَرَدْنَاۤ اَنْ نُّهْلِكَ قَرْیَةً اَمَرْنَا مُتْرَفِیْهَا فَفَسَقُوْا فِیْهَا فَحَقَّ عَلَیْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِیْرًا ۟
او كله چې غواړو كوم كلى تباه كړو نو بډايانو ته يې امر كوو نو بيا هغوى پكې سرغړونې پيل كړي نو خبره پرې ثابته شي بيا يې سم (بشپړ) تباه كړو.
阿拉伯语经注:
وَكَمْ اَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ بَعْدِ نُوْحٍ ؕ— وَكَفٰی بِرَبِّكَ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟
او له نوح (علیه السلام) وروسته مو څومره نسلونه تباه كړي دى؟ او يوازې ستا رب د خپلو بندګانو په ګناهونو د باخبره ليدونكي په توګه بس دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭