Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
قُلْ كُوْنُوْا حِجَارَةً اَوْ حَدِیْدًا ۟ۙ
ورته ووايه: (ځئ) كاڼي يا اوسپنې شئ.
阿拉伯语经注:
اَوْ خَلْقًا مِّمَّا یَكْبُرُ فِیْ صُدُوْرِكُمْ ۚ— فَسَیَقُوْلُوْنَ مَنْ یُّعِیْدُنَا ؕ— قُلِ الَّذِیْ فَطَرَكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ— فَسَیُنْغِضُوْنَ اِلَیْكَ رُءُوْسَهُمْ وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هُوَ ؕ— قُلْ عَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ قَرِیْبًا ۟
او يا كوم بل داسې مخلوق چې ستاسو په سینو (زړونو) كې ډېر لوى (كلك) ښكاري، نو بيا به هم دوى وايي: څوک مو بېرته راولي؟ ورته وايه هماغه ذات چې په لومړي ځل يې پيدا كړي یاست، بيا به نو سرونه درته خوځوي وايي به دا به نو كله وي؟ ورته وايه: ښايي هغه نږدې وي.
阿拉伯语经注:
یَوْمَ یَدْعُوْكُمْ فَتَسْتَجِیْبُوْنَ بِحَمْدِهٖ وَتَظُنُّوْنَ اِنْ لَّبِثْتُمْ اِلَّا قَلِیْلًا ۟۠
كومه ورځ چې تاسو راوبلي نو تاسو به يې له ستاينې سره بلنه ومنئ او ګومان به كوئ چې له څه كم وخته پرته نه یاست ځنډېدلي.
阿拉伯语经注:
وَقُلْ لِّعِبَادِیْ یَقُوْلُوا الَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ یَنْزَغُ بَیْنَهُمْ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلْاِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِیْنًا ۟
او زما بندګانو ته ووايه چې دوى دې هغه خبره كوي كومه چې ډېره ښه وي، يقيناً شيطان يې ترمنځ شر جوړوي، بې شكه شيطان د انسان يو څرګند غليم دى.
阿拉伯语经注:
رَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِكُمْ ؕ— اِنْ یَّشَاْ یَرْحَمْكُمْ اَوْ اِنْ یَّشَاْ یُعَذِّبْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ وَكِیْلًا ۟
ستاسو رب ډېر ښه درباندې پوه دى، كه خوښه يې شي رحم به درباندې وكړي يا يې كه وغوښتل په عذاب به مو كړي او ته مو پر دوى څارونكى نه يې ټاكلى.
阿拉伯语经注:
وَرَبُّكَ اَعْلَمُ بِمَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِیّٖنَ عَلٰی بَعْضٍ وَّاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟
او ستا رب په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې په آسمانو او زمكه كې دي، او موږ ځينو نبيانو ته پر ځينو غټه مرتبه وركړې ده او موږ داود ته زبور وركړى ؤ.
阿拉伯语经注:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ فَلَا یَمْلِكُوْنَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِیْلًا ۟
ورته ووايه: هغه معبودان مو راوبلئ چې تاسي يې له هغه (الله) پرته (خپل چارواكي) ګڼئ، نو نه خو د ضرر لرې کولو څه توان لري او نه د راګرځولو.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ یَبْتَغُوْنَ اِلٰی رَبِّهِمُ الْوَسِیْلَةَ اَیُّهُمْ اَقْرَبُ وَیَرْجُوْنَ رَحْمَتَهٗ وَیَخَافُوْنَ عَذَابَهٗ ؕ— اِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُوْرًا ۟
دوى چې چاته بلنه وركوي هغوى خو په خپله د خپل رب لور ته وسيله لټوي چې كوم يو (هغه ته) ډېر ورنږدې دى او د رحمت هيله يې كوي او له عذابه يې ويريږي، يقيناً ستا د رب عذاب د وېرې وړ دى.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ مِّنْ قَرْیَةٍ اِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوْهَا قَبْلَ یَوْمِ الْقِیٰمَةِ اَوْ مُعَذِّبُوْهَا عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— كَانَ ذٰلِكَ فِی الْكِتٰبِ مَسْطُوْرًا ۟
او داسې كوم كلى به نه وى چې موږ يې له قيامت ورځې نه مخكې تباه كوونكي يا سخت عذاب وركوونكي نه يو، دا په (الهي) كتاب كې ليكل شوي دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭