Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
ذٰلِكَ مِمَّاۤ اَوْحٰۤی اِلَیْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ ؕ— وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَتُلْقٰی فِیْ جَهَنَّمَ مَلُوْمًا مَّدْحُوْرًا ۟
دا هغه د حكمت خبرې دي چې خپل رب دې تاته وحى كړې دي، او (پام كوه) الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كنه بيا به جهنم كې پړ او ټېله شوى غورځول كېږې.
阿拉伯语经注:
اَفَاَصْفٰىكُمْ رَبُّكُمْ بِالْبَنِیْنَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنَاثًا ؕ— اِنَّكُمْ لَتَقُوْلُوْنَ قَوْلًا عَظِیْمًا ۟۠
آيا رب مو تاسو ته زامن در پېرزو كړل او خپل ځان ته يې ملايكې لوڼې ونيولې، يقيناً تاسو ډېره لويه (غلطه) خبره كوئ.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لِیَذَّكَّرُوْا ؕ— وَمَا یَزِیْدُهُمْ اِلَّا نُفُوْرًا ۟
او موږ په دې قرآن كې راز راز بيان وكړ چې خلک پند واخلي، خو له حقه تښتېدلو پرته نور څه نه ور زياتوي.
阿拉伯语经注:
قُلْ لَّوْ كَانَ مَعَهٗۤ اٰلِهَةٌ كَمَا یَقُوْلُوْنَ اِذًا لَّابْتَغَوْا اِلٰی ذِی الْعَرْشِ سَبِیْلًا ۟
ورته ووايه چې كه هغه (الله) سره نور معبودان هم واى لكه دوى چې وايي نو بيا خو به هغه هم حتماً د عرش څښتن (مقام) ته لار لټولې وه.
阿拉伯语经注:
سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یَقُوْلُوْنَ عُلُوًّا كَبِیْرًا ۟
هغه لره پاکي ده، او له هغو خبرو ډېر پورته دى چې دوى يې وايي.
阿拉伯语经注:
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمٰوٰتُ السَّبْعُ وَالْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهِنَّ ؕ— وَاِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِهٖ وَلٰكِنْ لَّا تَفْقَهُوْنَ تَسْبِیْحَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ حَلِیْمًا غَفُوْرًا ۟
اوه واړه اسمانونه، زمكه او څه چې په هغو كې دي، ټول د هغه پاكي وايي او داسې هېڅ شى نشته چې له ستاينې سره د هغه پاكي نه وايي خو تاسي يې په تسبيح نه پوهېږئ بې شكه هغه د ډېر زغم والا بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَاِذَا قَرَاْتَ الْقُرْاٰنَ جَعَلْنَا بَیْنَكَ وَبَیْنَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُوْرًا ۟ۙ
او كله چې ته قرآن لولې نو ستا او په آخرت ايمان نه راوړونكو ترمنځ يوه پټه پرده اچوو.
阿拉伯语经注:
وَّجَعَلْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اَكِنَّةً اَنْ یَّفْقَهُوْهُ وَفِیْۤ اٰذَانِهِمْ وَقْرًا ؕ— وَاِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِی الْقُرْاٰنِ وَحْدَهٗ وَلَّوْا عَلٰۤی اَدْبَارِهِمْ نُفُوْرًا ۟
او په زړونو يې داسې پردې وراچوو چې دوى ورباندې پوه نه شي او په غوږو كې يې كوڼوالى، او كله چې ته په قرآن كې يوازې خپل رب يادوې نو هغوى بيا په كركه شاته وګرځي.
阿拉伯语经注:
نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَسْتَمِعُوْنَ بِهٖۤ اِذْ یَسْتَمِعُوْنَ اِلَیْكَ وَاِذْ هُمْ نَجْوٰۤی اِذْ یَقُوْلُ الظّٰلِمُوْنَ اِنْ تَتَّبِعُوْنَ اِلَّا رَجُلًا مَّسْحُوْرًا ۟
موږ يې د غوږ نيولو په غرض ښه پوه يو كله چې دوى تاته غوږ نيسي او كله چې هغوى پټې خبرې كوي، هغه مهال چې دا ظالمان وايي تاسي خو له يو كوډو وهلي سړي پرته بل چا پسې روان نه ياست.
阿拉伯语经注:
اُنْظُرْ كَیْفَ ضَرَبُوْا لَكَ الْاَمْثَالَ فَضَلُّوْا فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ سَبِیْلًا ۟
ګوره دوى تا پورې څنګه مثالونه وايي، دوى بې لارې شول، نو بيا د لار موندلو وس نه لري.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْۤا ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا وَّرُفَاتًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ خَلْقًا جَدِیْدًا ۟
او دوى وايي: كله چې موږ ميده خاورې او هډوكي شو نو آيا موږ به په نوي پېدایښت بيا راپاڅول شو؟
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭