Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 伊斯拉仪   段:
وَاِنْ كَادُوْا لَیَسْتَفِزُّوْنَكَ مِنَ الْاَرْضِ لِیُخْرِجُوْكَ مِنْهَا وَاِذًا لَّا یَلْبَثُوْنَ خِلٰفَكَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او بى شكه نږدې و چې دوى دې له دغې زمكې (سيمې) وښویوي څو ترې دې وباسي، خو بيا به خپله دوى هم له تا وروسته ونه ځنډيږى، مګر ډېر لږ.
阿拉伯语经注:
سُنَّةَ مَنْ قَدْ اَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنْ رُّسُلِنَا وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِیْلًا ۟۠
دا زموږ کړنلاره ده د هغو رسولانو په هكله چې له تا مخكې مو لېږلي وو او زموږ د کړنلارې څه بدلون به نه مومې.
阿拉伯语经注:
اَقِمِ الصَّلٰوةَ لِدُلُوْكِ الشَّمْسِ اِلٰی غَسَقِ الَّیْلِ وَقُرْاٰنَ الْفَجْرِ ؕ— اِنَّ قُرْاٰنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوْدًا ۟
لمونځ كوه د لمر له زواله د شپې ترږمۍ پورې او د سهار قرائت هم كوه، بې شكه د سهار د قرائت شاهدي ويل كيږي.
阿拉伯语经注:
وَمِنَ الَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهٖ نَافِلَةً لَّكَ ۖۗ— عَسٰۤی اَنْ یَّبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُوْدًا ۟
او د شپې تهجد كوه چې ستا لپاره نفل دي، ښايي چې رب دې يو ستايلي مقام ته ولېږي.
阿拉伯语经注:
وَقُلْ رَّبِّ اَدْخِلْنِیْ مُدْخَلَ صِدْقٍ وَّاَخْرِجْنِیْ مُخْرَجَ صِدْقٍ وَّاجْعَلْ لِّیْ مِنْ لَّدُنْكَ سُلْطٰنًا نَّصِیْرًا ۟
او ووايه چې ای زما ربه! هر چېرته مې چې ننباسې نو له رښتينولۍ سره مې ننباسه او چې له هره ځايه مې باسې نو له رښتينولۍ سره مې وباسه او له خپل لوري ماته يو قوت مرستندوى وګرځوه.
阿拉伯语经注:
وَقُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ؕ— اِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوْقًا ۟
او وايه چې حق راغى او باطل له منځه ولاړ، يقيناً باطل له منځه تلونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا هُوَ شِفَآءٌ وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۙ— وَلَا یَزِیْدُ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا خَسَارًا ۟
او موږ د دې قرآن په لړ كې هغه څه نازلوو چې د مومنانو لپاره شفا او رحمت دى خو ظالمانو ته له تاوانه پرته بل څه نه ورزياتوي.
阿拉伯语经注:
وَاِذَاۤ اَنْعَمْنَا عَلَی الْاِنْسَانِ اَعْرَضَ وَنَاٰ بِجَانِبِهٖ ۚ— وَاِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ یَـُٔوْسًا ۟
او كله چې په انسان پېرزوينه كوو نو مخ ګرځوي او لرې شي، او چې كله بدي ورته ورسېږې نو بيا ناهيلى وي.
阿拉伯语经注:
قُلْ كُلٌّ یَّعْمَلُ عَلٰی شَاكِلَتِهٖ ؕ— فَرَبُّكُمْ اَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ اَهْدٰی سَبِیْلًا ۟۠
ورته ووايه چې هر څوک په خپله كړنلاره عمل كوي، نو (يوازې) رب مو ښه پوه دى چې څوک پر سمه لار دى.
阿拉伯语经注:
وَیَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الرُّوْحِ ؕ— قُلِ الرُّوْحُ مِنْ اَمْرِ رَبِّیْ وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنَ الْعِلْمِ اِلَّا قَلِیْلًا ۟
او هغوى د روح په هكله له تا پوښتنه كوي، ورته وايه: روح خو زما د رب له امر (له علم يا پيدايښته) ده او تاسو ته له پوهنې څه نه دې دركړل شوي مګر ډېر لږ.
阿拉伯语经注:
وَلَىِٕنْ شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِیْۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهٖ عَلَیْنَا وَكِیْلًا ۟ۙ
او كه موږ وغواړو هغه څه به درنه يوسو چې تاته مو وحى كړي بيا به زموږ پر خلاف كوم وكيل (ملاتړ) په دې هكله ونه مومې.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 伊斯拉仪
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭