Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
وَلَنْ تَرْضٰی عَنْكَ الْیَهُوْدُ وَلَا النَّصٰرٰی حَتّٰی تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ؕ— قُلْ اِنَّ هُدَی اللّٰهِ هُوَ الْهُدٰی ؕ— وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَآءَهُمْ بَعْدَ الَّذِیْ جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ— مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟ؔ
او هیڅ کله به له تا څخه (ای محمده!) یهودان او نه نصرانیان راضي نشي تر څو چې ته د دوی د دین متابعت ونکړې، ووایه (ای محمده!) دوی ته چې بېشکه هدایت د الله (اسلام) همدا هدایت دی او قسم دی که چېرې پیروي وکړې ته د آرزوګانو د دوی وروسته له هغې چې تا ته علم (د وحي او توحید) راغلی دی، نه به وي تا لره له (عذابه د) الله هیڅ دوست او مرستندوی.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَتْلُوْنَهٗ حَقَّ تِلَاوَتِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟۠
هغه کسان چې موږ ورته کتاب ورکړی دی، هغو په حق سره کتاب لولي (دغه د اهل کتابو مؤمنان) همدا کسان ایمان راوړي په دغه (کتاب)، او هغه څوک چې کافر شي په دې نو دغه کسان زیانکاران دي.
阿拉伯语经注:
یٰبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اذْكُرُوْا نِعْمَتِیَ الَّتِیْۤ اَنْعَمْتُ عَلَیْكُمْ وَاَنِّیْ فَضَّلْتُكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
اې بني اسرائیلو (د یعقوب علیه السلام اولاده!) یاد کړئ زما هغه نعمت چې انعام کړی دی ما پر تاسي (او بل دا یاد کړئ چې) بېشکه ما غوره کړي یاست تاسي (یعنې نیکونه ستاسې) پر عالمیانو (د زمانې ستاسي).
阿拉伯语经注:
وَاتَّقُوْا یَوْمًا لَّا تَجْزِیْ نَفْسٌ عَنْ نَّفْسٍ شَیْـًٔا وَّلَا یُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَّلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟
او ووېرېږئ، له (عذابه د) هغې ورځې چې لرې کولې به نه شي هیڅ نفس له هیڅ (کافر) نفس څخه هیڅ شی (له عذابه) او نه به شي قبلولی له دغه نفس څخه بدل (فدیه) او نه به نفع رسوي ده ته شفاعت (سپارښتنه) او نه به له دوی سره مدد وکړی شي (په دفع د عذاب کې).
阿拉伯语经注:
وَاِذِ ابْتَلٰۤی اِبْرٰهٖمَ رَبُّهٗ بِكَلِمٰتٍ فَاَتَمَّهُنَّ ؕ— قَالَ اِنِّیْ جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ اِمَامًا ؕ— قَالَ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ؕ— قَالَ لَا یَنَالُ عَهْدِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
ياد كړه (اې محمده) هغه وخت چې پر ابراهيم (علیه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وكړ او (ابراهيم) هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وویل: بېشکه زه تا د ټولو خلكو امام ټاكم، (ابراهیم) وویل: او زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟ (الله) وویل: زما وعده ظالمانو ته نه رسي.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ جَعَلْنَا الْبَیْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَاَمْنًا ؕ— وَاتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّی ؕ— وَعَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ اَنْ طَهِّرَا بَیْتِیَ لِلطَّآىِٕفِیْنَ وَالْعٰكِفِیْنَ وَالرُّكَّعِ السُّجُوْدِ ۟
او (یاده کړه اې محمده) کله چې موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره (د ثواب) مركز او د امن ځاى جوړ كړ، او (امر مو وکړ چې) د ابراهیم علیه السلام له مقام (اودرېدلو ځای) څخه د لمانځه ځای جوړ کړئ او موږ ابراهیم او اسماعیل ته حکم کړی و چې زما کور د طواف کوونکو، اعتکاف کوونکو او رکوع کوونکو او سجده کوونکو (لمونځ کونکو) لپاره پاک کړئ.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهٖمُ رَبِّ اجْعَلْ هٰذَا بَلَدًا اٰمِنًا وَّارْزُقْ اَهْلَهٗ مِنَ الثَّمَرٰتِ مَنْ اٰمَنَ مِنْهُمْ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاَخِرِ ؕ— قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَاُمَتِّعُهٗ قَلِیْلًا ثُمَّ اَضْطَرُّهٗۤ اِلٰی عَذَابِ النَّارِ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم علیه السلام: اې زما ربه دا ښار (چې کعبه پکې ده) د امن ځای وګړځوه، او د دې له اوسېدونكو څخه هغه چا ته چې پر الله او اخرت ایمان لري، هغو ته له هر ډول مېوو څخه روزې وركړه، (الله) وفرمایل: او هر څوک چې کافر شو نو هغه ته هم لږه ګټه (د دنیا د ژوند) ورکوم، بیا به یې په زور د اور عذاب (جهنم) ته ورکاږم، او بد ځای د ورتلو دی (هغه اور).
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭