Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
سَلْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ كَمْ اٰتَیْنٰهُمْ مِّنْ اٰیَةٍ بَیِّنَةٍ ؕ— وَمَنْ یُّبَدِّلْ نِعْمَةَ اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
پوښتنه وکړه (ای محمده!) له بني اسرايېلو څخه چې څومره ورکړي دي موږ دوی ته له څرګندو معجزاتو څخه؟ او هر څوک چې بدل کړي نعمت د الله تعالی (په ناشکرۍ سره) وروسته له هغه چې راغلی و دا (نعمت) ده ته نو بېشکه الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.
阿拉伯语经注:
زُیِّنَ لِلَّذِیْنَ كَفَرُوا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَیَسْخَرُوْنَ مِنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۘ— وَالَّذِیْنَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَاللّٰهُ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ ۟
ژوند د دنیا ښایسته کړی شوی دی هغو کسانو ته چې کافران شوي دي، نو پر هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دوی (کافران) ملنډې وهي، او هغه کسان چې تقوا یې غوره کړې ده د دوی (کافرانو) له پاسه به وي د قیامت پر ورځ او الله تعالی هر چا ته چې اراده وکړي بې حسابه (پراخه) روزي ورکوي.
阿拉伯语经注:
كَانَ النَّاسُ اُمَّةً وَّاحِدَةً ۫— فَبَعَثَ اللّٰهُ النَّبِیّٖنَ مُبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ ۪— وَاَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ لِیَحْكُمَ بَیْنَ النَّاسِ فِیْمَا اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ؕ— وَمَا اخْتَلَفَ فِیْهِ اِلَّا الَّذِیْنَ اُوْتُوْهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ بَغْیًا بَیْنَهُمْ ۚ— فَهَدَی اللّٰهُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لِمَا اخْتَلَفُوْا فِیْهِ مِنَ الْحَقِّ بِاِذْنِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ یَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
ټول خلک (په لومړیو کې) یو امت (ډله) وو، (بیا ځینې کافران شول) نو الله پیغمبران ولېږل چې (مؤمنانو ته) زيري وركوونكي او (کافرانو ته) وېروونكي وو ، او له دوی سره یې په حقه کتاب راولېږه د دې لپاره چې د خلکو ترمنځ فیصله (حکم) وکړي په هغه څه کې چې دوی په هغه کې اختلاف کړی دی او اختلاف نه دی کړی په هغه کې مګر هغو کسانو چې ورکړی شوی و دوی ته کتاب وروسته له هغه چې راغلی و دوي ته دلیلونه ښکاره په سبب د کینې په منځ د دوی کې پس سمه صافه لاره وښووله الله تعالی هغو کسانو ته چې ایمان يې راوړی دی هغه شی ته چې جګړه کړی وه دوي په هغه کې (چې عبارت دی) له حقه په حکم خپل سره او الله تعالی هر چا ته چې اراده وکړي د سمې لارې هدایت کوي.
阿拉伯语经注:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا یَاْتِكُمْ مَّثَلُ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ؕ— مَسَّتْهُمُ الْبَاْسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوْا حَتّٰی یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَهٗ مَتٰی نَصْرُ اللّٰهِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ نَصْرَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ ۟
ایا ګمان کوئ تاسي (اې مؤمنانو) چې تاسي به جنت ته (پرته له ازمیښت څخه) داخل شئ او حال دا چې تر اوسه نه دي راغلي تاسو ته واقعات د هغو کسانو چې له تاسو څخه مخکې تیر شوي دي، رسیدلي وو هغوئ تکلیفونه (د مال) او مرضونه (د بدن) او لړزول شوي وو په ډیرو تکلیفونو، تر دې چې ویل به رسول او هغو کسانو چې ایمان یې راوړی و د هغه ملګرتیا کې؛ کله به وي د الله تعالی مدد؛ ځواب راغی یقینا خبر شئ د الله تعالی مرسته نږدې ده.
阿拉伯语经注:
یَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَا یُنْفِقُوْنَ ؕ— قُلْ مَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ خَیْرٍ فَلِلْوَالِدَیْنِ وَالْاَقْرَبِیْنَ وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ ۟
له تا څخه (اې محمده! مومنان) پوښتنه کوي چې څه شی مصرف کړي دوی (په لار د الله کې)؟ ووایه (اې محمده!) څومره چې خرچ کوئ تاسي له حلال مال څخه نو مور، پلار، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو ته (یې ورکړئ) او تاسي چې هره ښېګڼه کوئ یقینا الله تعالی پر هغه پوهه دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭