Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
اَلَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْرِفُوْنَهٗ كَمَا یَعْرِفُوْنَ اَبْنَآءَهُمْ ؕ— وَاِنَّ فَرِیْقًا مِّنْهُمْ لَیَكْتُمُوْنَ الْحَقَّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟ؔ
هغو کسانو ته چې موږ کتاب ورکړی دی، هغوی هغه (یعنې محمد یا اسلام) داسې پېژني لکه خپل اولاد چې پېژني او په تحقیق سره یوه ډله له دوی (یعنې کتابیانونه) ځینې حق پټوي په داسې حال کې چې دوی پوهېږي.
阿拉伯语经注:
اَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟۠
حق ثابت دی ستا د رب له لوري، نو ته د شک کوونکو له ډلې څخه مه کېږه.
阿拉伯语经注:
وَلِكُلٍّ وِّجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّیْهَا فَاسْتَبِقُوْا الْخَیْرٰتِ ؔؕ— اَیْنَ مَا تَكُوْنُوْا یَاْتِ بِكُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او د هر چا (امت) لپاره یو لوری (قبله) ده چې هغې ته (په لمانځه کې) مخ اړوي، نو تاسې نېکیو ته وړاندی شئ، هر چېرته چې یاست الله به تاسي ټول راولي (د اعمالو د بدلې لپاره په قیامت) بېشکه چې الله په هر شي ښه قادر دی.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ حَیْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَاِنَّهٗ لَلْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
او له هر ځایه چې ته ووځې (اې محمده!) نو خپل مخ (په لمانځه کې) د مسجد حرام په لوري وګرځوه او بېشکه چې دا ستا د رب په حقه فيصله ده او نه دی الله بې خبر له هغه څه چې تاسې یې کوئ.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ حَیْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ؕ— وَحَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗ ۙ— لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَیْكُمْ حُجَّةٌ ۗ— اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ ۗ— فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِیْ ۗ— وَلِاُتِمَّ نِعْمَتِیْ عَلَیْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙۛ
او له هر ځایه په هر وخت کې چې ووځې ته (اې محمده! سفر ته، او قصد د لمانځه وکړې) نو وګرځوه ته مخ خپل لوري د مسجد حرام ته (په لمانځه کې) او په هر ځای او هر وخت کې چې یاست (اې مومنانو) نو وګرځوئ خپل مخونه په لوري د هغې (کعبی)، د دې لپاره چې پر تاسي د خلکو (یعنې یهودانو او مشرکانو) هیڅ اعتراض نه وي مګر د هغو کسانو چې ظالمان دي له دوی ځینې نو له هغوی مه وېرېږئ، بلکې له ما څخه ووېرېږئ (او زما نافرماني مه کوئ!). او دې لپاره چې پوره کړم زه نعمت خپل پر تاسي (د هدایت) او ښايي چې تاسې (حق ته) لار ومومئ.
阿拉伯语经注:
كَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْكُمْ رَسُوْلًا مِّنْكُمْ یَتْلُوْا عَلَیْكُمْ اٰیٰتِنَا وَیُزَكِّیْكُمْ وَیُعَلِّمُكُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَیُعَلِّمُكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ ۟ؕۛ
لکه څنګه مو چې په تاسي کې ستاسې (له جنس) څخه رسول درولېږه (د اتمام د نعمت لپاره) چې پر تاسي به زموږ آیاتونه (قرآن) لولي او تاسي به (له کفره) پاکوي او تاسي ته به کتاب (قرآن او حلال او حرام) او حکمت (سنت) در زده کوي او تاسي ته به هغه شیان در ښایي چې تاسي پرې نه پوهېدلئ.
阿拉伯语经注:
فَاذْكُرُوْنِیْۤ اَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوْا لِیْ وَلَا تَكْفُرُوْنِ ۟۠
پس تاسې ما یاد کړئ زه به هم تاسې یاد کړم او زما شکر وباسئ او ناشکري مه کوئ.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِیْنَ ۟
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! په صبر او لمانځه سره له (الله) څخه مرسته وغواړئ، بېشکه الله له صبر کوونکو سره دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭