Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
حٰفِظُوْا عَلَی الصَّلَوٰتِ وَالصَّلٰوةِ الْوُسْطٰی ۗ— وَقُوْمُوْا لِلّٰهِ قٰنِتِیْنَ ۟
د (ټولو) لمونځونو ساتنه وکړئ او (په ځانګړې توګه) د منځني لمانځه (چې د مازدیګر لمونځ دی) او الله تعالی ته په عاجزۍ سره ودرېږئ.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا اَوْ رُكْبَانًا ۚ— فَاِذَاۤ اَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَّا لَمْ تَكُوْنُوْا تَعْلَمُوْنَ ۟
نو که ویریدئ تاسي (له دښمنه یا له بل شي نه) نو (لمونځ کوئ تاسي) په پلي (پیاده) تګ یا په سورلۍ سره نو کله چې تاسي په امن کې شئ، نو یادوئ تاسي الله تعالی لکه څنګه یې چې درته ښوونه کړې چې (تر دې وړاندې) تاسي په هغې نه پوهیدئ.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ یُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَیَذَرُوْنَ اَزْوَاجًا ۖۚ— وَّصِیَّةً لِّاَزْوَاجِهِمْ مَّتَاعًا اِلَی الْحَوْلِ غَیْرَ اِخْرَاجٍ ۚ— فَاِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ فِیْ مَا فَعَلْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَّعْرُوْفٍ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې مړه شي له تاسي نه او پرېږدي دوی خپلې ښځې (لازم) دي پر دوی باندې چې وصیت دې وکړي د خپلو د ښځو لپاره د خرچ ورکولو تر یوه کاله پورې بې له ایستلو (له خپلو کورونو څخه). نو که پخپله ووتلې (دا ښځی له خپلو کورونو څخه وروسته له پوره کولو د عدت واجبه نه) نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې دوی پر خپلو ځانونو کې په شرعی طریقه تر سره کوي او الله تعالی زورور دی حکمتونو والا دی.
阿拉伯语经注:
وَلِلْمُطَلَّقٰتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— حَقًّا عَلَی الْمُتَّقِیْنَ ۟
او شته طلاقې کړی شویو ښځو ته خرڅ ورکول په نیکې طریقې سره. چې مقرر لازم کړی شوی دی پر پرهیزګارانو باندې.
阿拉伯语经注:
كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟۠
هم داسې (لکه چې دا احکام يې بیان کړل) الله تعالی تاسي ته خپل آیتونه (احکام) بیانوي د دې لپاره چې تاسو له عقل نه کار واخلئ.
阿拉伯语经注:
اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ خَرَجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَهُمْ اُلُوْفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ ۪— فَقَالَ لَهُمُ اللّٰهُ مُوْتُوْا ۫— ثُمَّ اَحْیَاهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَذُوْ فَضْلٍ عَلَی النَّاسِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَشْكُرُوْنَ ۟
آیا نه ګورې ته حال د هغو کسانو ته چې وتلي وو له خپلو کورونو نه، حال دا چې دوی په زرګونو وو د مرګ له وېرې، پس الله تعالی دوی ته وفرمایل، چې مړه شئ (پس مړه شول) بیا يې ژوندي کړل، بېشکه الله تعالی خامخا (خاوند) د فضل او مهربانۍ دی پر خلکو باندې، خو اکثره کسان شکر نه باسي.
阿拉伯语经注:
وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او جنګ کوئ (ای مؤمنانو!) د الله تعالی په لار کې او پوه شئ تاسي چې بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم (په ټولو احوالو) دی.
阿拉伯语经注:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یُقْرِضُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا فَیُضٰعِفَهٗ لَهٗۤ اَضْعَافًا كَثِیْرَةً ؕ— وَاللّٰهُ یَقْبِضُ وَیَبْصُۜطُ ۪— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
هغه څوک دی چې قرض ورکړی الله تعالی ته، قرض په اخلاص، نو الله تعالی به یې هغه ته څو چنده کړي، په چندونو ډیرو او الله تنګوي (رزق) او پراخوي (رزق) او هم یوازې هغه ته به تاسي وګرځولی شئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭