Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
لَا یُؤَاخِذُكُمُ اللّٰهُ بِاللَّغْوِ فِیْۤ اَیْمَانِكُمْ وَلٰكِنْ یُّؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوْبُكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟
الله تعالی تاسي ستاسو په بې ارادې (بې معنا) قسمونو نه نیسي، بلکې په هغه (قسم) مو (الله) نیسي چې قصد کړی وي (د هغه) زړونو ستاسي. او الله ډېر بخښونکی او زغمونکی دی.
阿拉伯语经注:
لِلَّذِیْنَ یُؤْلُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ تَرَبُّصُ اَرْبَعَةِ اَشْهُرٍ ۚ— فَاِنْ فَآءُوْ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
هغو کسانو ته چې قسمونه کوي له (جماع د ) خپلو ښځو څخه انتظار د څلورو میاشتو دی، نو که بیا رجوع وکړه دوی او سره یو ځای شول پس بېشکه الله تعالی ښه بخښونکی مهربان دی.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَاِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
او که قصد وکړ دوی طلاق (او رجوع يې ونه کړه) پس بېشکه چې الله ښه اوریدونکی (د ټولو اقوالو) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو).
阿拉伯语经注:
وَالْمُطَلَّقٰتُ یَتَرَبَّصْنَ بِاَنْفُسِهِنَّ ثَلٰثَةَ قُرُوْٓءٍ ؕ— وَلَا یَحِلُّ لَهُنَّ اَنْ یَّكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللّٰهُ فِیْۤ اَرْحَامِهِنَّ اِنْ كُنَّ یُؤْمِنَّ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— وَبُعُوْلَتُهُنَّ اَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِیْ ذٰلِكَ اِنْ اَرَادُوْۤا اِصْلَاحًا ؕ— وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِیْ عَلَیْهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ۪— وَلِلرِّجَالِ عَلَیْهِنَّ دَرَجَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟۠
او طلاقې کړی شوې ښځې دې انتظار کوي په ځانو خپلو (له نکاح نه تر) درې حیضونو (کاملو) پورې او نه دی روا دوی لره چې پټ کړي هغه څه چې پیداکړي الله تعالی د دوی په رحمونو کې که دوی پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري. او د دوی مېړونه حقدار دي چې بېرته یې راوګرځوي په دې موده کې که چېرې د جوړښت اراده لري (په خپلو منځو کې). او د دوی (ښځو) لپاره هغه (حقوق) دي څرنګه چې پر دوي (ښځو) لازم دي په غوره طریقه، البته نارينه پر هغوی يوه درجه (فضيلت) لري. او الله ښه غالب (د احکاموپه انفاذ) او ډېر تدبیر والا دی (چې هر کار په حکمت او مصلحت سره کوي).
阿拉伯语经注:
اَلطَّلَاقُ مَرَّتٰنِ ۪— فَاِمْسَاكٌ بِمَعْرُوْفٍ اَوْ تَسْرِیْحٌ بِاِحْسَانٍ ؕ— وَلَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَاْخُذُوْا مِمَّاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ شَیْـًٔا اِلَّاۤ اَنْ یَّخَافَاۤ اَلَّا یُقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ ؕ— فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّا یُقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ ۙ— فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَا فِیْمَا افْتَدَتْ بِهٖ ؕ— تِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ فَلَا تَعْتَدُوْهَا ۚ— وَمَنْ یَّتَعَدَّ حُدُوْدَ اللّٰهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
طلاق دوه ځلې (کرته) دی، نو بیا ساتنه د ښځو ده په رجوع سره په معروف (ښه طریقه) یا پرېښودل دي د دې ښځو په غوره طريقې سره. او روا نه دي تاسو ته -اې خاوندانو- چې واخلئ تاسي له هغه مال څخه هیڅ شی چې ورکړی وي تاسي دوی ته په مهر کې، مګر که وېرېږي دوی (مېړه او ښځه) چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه احکام د الله تعالی. پس که تاسي وېره لرئ -اې حاکمانو- چې وبه نشي ساتلی دوی دواړه حکمونه د الله تعالی، پس نشته هیڅ ګناه پر دې دواړو باندې په هغه شي کې چې (دا ښځه) فدیه ورکړي (او ځان خلاص کړي). دا (ذکر شوي احکام) د الله تعالی حدود (پولې) دي نو له هغو تېری مه کوئ؛ او هر هغه څوک چې د الله تعالی له پولو تېرېږي نو همدا کسان ظالمان دي.
阿拉伯语经注:
فَاِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهٗ مِنْ بَعْدُ حَتّٰی تَنْكِحَ زَوْجًا غَیْرَهٗ ؕ— فَاِنْ طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِمَاۤ اَنْ یَّتَرَاجَعَاۤ اِنْ ظَنَّاۤ اَنْ یُّقِیْمَا حُدُوْدَ اللّٰهِ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ یُبَیِّنُهَا لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟
نو وروسته له دې دوو طلاقو څخه که بیا يې طلاقه کړه دا ښځه (درېیم ځل) پس بیا (دا ښځه) ده ته له دې نه وروسته حلاله نه ده تر څو چې له ده پرته بل کس سره نکاح و نه کړي، نو که هغه (دویم مېړه) طلاقه کړه (او عدت يې تېر شو) پس په دوی دواړو څه پړه (ګناه) نه شته چې بېرته (یو بل ته) رجوع وکړي، که چېرې ګمان کوي چې د الله حدود به پر ځای کوي، دا د الله حدود (پولې) دي هغو خلکو ته یې بیانوي چې پوهېږي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭