Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
اَلْحَجُّ اَشْهُرٌ مَّعْلُوْمٰتٌ ۚ— فَمَنْ فَرَضَ فِیْهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوْقَ وَلَا جِدَالَ فِی الْحَجِّ ؕ— وَمَا تَفْعَلُوْا مِنْ خَیْرٍ یَّعْلَمْهُ اللّٰهُ ؔؕ— وَتَزَوَّدُوْا فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰی ؗ— وَاتَّقُوْنِ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ ۟
د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو.
阿拉伯语经注:
لَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— فَاِذَاۤ اَفَضْتُمْ مِّنْ عَرَفٰتٍ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ۪— وَاذْكُرُوْهُ كَمَا هَدٰىكُمْ ۚ— وَاِنْ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلِهٖ لَمِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟
نشته په تاسې باندې هیڅ ګناه په دې کې چې غواړئ فضل (روزي) د رب خپل، نو هر کله چې راکوز شئ له عرفات څخه نو له مشعر الحرام (د مزدلفې وروستۍ برخې) سره د الله تعالی ذکر (یادونه) کوئ او هغه شان یې یادوئ، لکه څنکه یې چې تاسي ته لارښوونه کړې ده، که نه نو تاسي له دې وړاندې له ګمراهانو ځینې واست.
阿拉伯语经注:
ثُمَّ اَفِیْضُوْا مِنْ حَیْثُ اَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بیا له هغه لوري راکوز شئ (له عرفات څخه) له کوم لوري چې خلک راکوزېږي او له الله څخه بخښنه وغواړئ، بېشکه الله تعالی بخښونکی او رحیم دی.
阿拉伯语经注:
فَاِذَا قَضَیْتُمْ مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَذِكْرِكُمْ اٰبَآءَكُمْ اَوْ اَشَدَّ ذِكْرًا ؕ— فَمِنَ النَّاسِ مَنْ یَّقُوْلُ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۟
نو کله مو چې د حج مناسک ترسره کړل، نو د الله د تعالی داسې یادونه وکړئ، لکه څنګه به مو چې خپل پلرونه (د جاهلیت پر مهال په ویاړ) یادول، بلکې له هغې هم زیات، نو له خلکو نه ځینې داسې دي چې وايي: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا کې (زموږ برخه او نعمتونه) راکړه، نو داسې (انسان) ته په آخرت کې هیڅ برخه نشته.
阿拉伯语经注:
وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّقُوْلُ رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّفِی الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّقِنَا عَذَابَ النَّارِ ۟
او له دوی نه ځینې هغه څوک دي، چې وايي: اې زموږ ربه، موږ ته په دې دنیا (لږ ژوند) کې ښېګڼه (نعمت) راکړه او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت) راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ نَصِیْبٌ مِّمَّا كَسَبُوْا ؕ— وَاللّٰهُ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟
د دغو کسانو لپاره د خپلو کړنو (نېکو اعمالو) په سبب (لویه) برخه ده او الله تعالی ډېر ژر حساب اخیستونکی دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭