Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
وَمَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمُ ابْتِغَآءَ مَرْضَاتِ اللّٰهِ وَتَثْبِیْتًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ اَصَابَهَا وَابِلٌ فَاٰتَتْ اُكُلَهَا ضِعْفَیْنِ ۚ— فَاِنْ لَّمْ یُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
او د هغو كسانو مثال چې خپل مالونه د الله د رضا په لټون او د خپلى ځاني ټينګښتيا په بنا لګوي، لكه په لوړه ځمكه يو باغ وي چې كه زورور باران ور ورسيږى نو دوه برابره مېوه وركوي او كه زورور باران ور ونه رسيږى نو نری باران يا پرخه (هم بس ده) او الله ستاسو د كړو وړو ښه ليدونكى دى.
阿拉伯语经注:
اَیَوَدُّ اَحَدُكُمْ اَنْ تَكُوْنَ لَهٗ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۙ— لَهٗ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ ۙ— وَاَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهٗ ذُرِّیَّةٌ ضُعَفَآءُ ۖۚ— فَاَصَابَهَاۤ اِعْصَارٌ فِیْهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَ ۟۠
ايا له تاسي نه يو څوك دا خوښوي چې د هغه يو ښېرازه تك شين بڼ وي، په ويالو خړوبه، له كجورو، انګورو او هر ډول مېوو نه ډك وي، او په داسې حال كې ناڅاپه د اور بړبړه كۍ ورباندې پرېوځي او ويې سوځوي، په داسې حال کې چې هغه خپله هم بوډا او اولادونه يې ماشومان او د هېڅ كار نه وي؟ په دغه ډول الله تاسي ته خپلې خبرې بيانوي، تاسې ته ښايې چې غور او فكر وكړئ.
阿拉伯语经注:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِنْ طَیِّبٰتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّاۤ اَخْرَجْنَا لَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ ۪— وَلَا تَیَمَّمُوا الْخَبِیْثَ مِنْهُ تُنْفِقُوْنَ وَلَسْتُمْ بِاٰخِذِیْهِ اِلَّاۤ اَنْ تُغْمِضُوْا فِیْهِ ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ ۟
اى مؤمنانو! له هغو پاكو مالونو لګښت وكړئ چې تاسو ګټلي او له هغو چې موږ له ځمكى درته را ايستلي دي او هغو نا پاكو ته يې قصد مه كوئ چې تاسو يى لګوئ خو په خپله يې اخيستونكي نه ياست، مګر دا چې هسې سترګى پرې پټې كړئ او پوه شئ چې يقيناً الله ستايل شوى له هر شي بې پروا دى.
阿拉伯语经注:
اَلشَّیْطٰنُ یَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَیَاْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَآءِ ۚ— وَاللّٰهُ یَعِدُكُمْ مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ؕ— وَاللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ ۟
شيطان تاسي له بېوزلۍ نه وېروي او شرمناك چلن غوره كولو ته مو هڅوي، خو الله خپلې بخښنې او پېرزونې ته تاسي هيله من كوي، الله د پراخۍ څښتن او پوه دى.
阿拉伯语经注:
یُّؤْتِی الْحِكْمَةَ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَمَنْ یُّؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوْتِیَ خَیْرًا كَثِیْرًا ؕ— وَمَا یَذَّكَّرُ اِلَّاۤ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟
چاته يې چې خوښه شي حکمت (په قران پوهه) وركوي، او چاته چې حکمت (په قران پوهه) وركړای شو، هغه ته په حقيقت كې ستر دولت وركړ شو، له دې خبرو نه يوازې هغه كسان پند اخلي چې د خالص عقل خاوندان دي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭