Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 拜格勒   段:
وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ یُّقْتَلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَمْوَاتٌ ؕ— بَلْ اَحْیَآءٌ وَّلٰكِنْ لَّا تَشْعُرُوْنَ ۟
او هغو کسانو ته چې د الله په لار (جهاد) کې وژل کېږي، مړه مه وایئ، بلکې هغوی ژوندي دي، خو تاسي (د دوی په ژوند) نه پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَیْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوْعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْاَمْوَالِ وَالْاَنْفُسِ وَالثَّمَرٰتِ ؕ— وَبَشِّرِ الصّٰبِرِیْنَ ۟ۙ
او موږ به ار مرو په وېره، خطر، لوږې، د سراو مال په زیان او دمیوو په تاوان (په وچکالۍ او نورو افتونو سره) تاسې ازمایو او (اې پیغمبره) صبره کوونکو ته زېری ورکړه.
阿拉伯语经注:
الَّذِیْنَ اِذَاۤ اَصَابَتْهُمْ مُّصِیْبَةٌ ۙ— قَالُوْۤا اِنَّا لِلّٰهِ وَاِنَّاۤ اِلَیْهِ رٰجِعُوْنَ ۟ؕ
(دا) هغه کسان دي چې کله کوم مصیبت ورورسېږي، نو وایي: بېشکه موږ (مملوک) د الله یو او بېشکه موږ هم ده (الله ته) بیا ورتلونکي یو (په آخرت کې).
阿拉伯语经注:
اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ صَلَوٰتٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ ۫— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُهْتَدُوْنَ ۟
په همدوی درودونه (بخښنې) او مهرباني ده له (طرفه) د رب د دوی او همدوی (حق ته) لارموندونکي دي.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآىِٕرِ اللّٰهِ ۚ— فَمَنْ حَجَّ الْبَیْتَ اَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِ اَنْ یَّطَّوَّفَ بِهِمَا ؕ— وَمَنْ تَطَوَّعَ خَیْرًا ۙ— فَاِنَّ اللّٰهَ شَاكِرٌ عَلِیْمٌ ۟
په يقيني توګه صفا او مروه د الله د دین له نښانو ځینې دي، نو څوک هم چې د حج بیت الله او یا عمرې (اراده) وکړي، نو پر ده هیڅ وبال (ګناه) نه شته (په دې کې) چې طواف وکړي په دې دواړو، او هر څوک چې په خپله خوښه څه نیکي وکړي، نو بېشکه الله قدرکوونکی، ښه عالم دی.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْتُمُوْنَ مَاۤ اَنْزَلْنَا مِنَ الْبَیِّنٰتِ وَالْهُدٰی مِنْ بَعْدِ مَا بَیَّنّٰهُ لِلنَّاسِ فِی الْكِتٰبِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَلْعَنُهُمُ اللّٰهُ وَیَلْعَنُهُمُ اللّٰعِنُوْنَ ۟ۙ
بېشکه كوم کسان چې زموږ نازلې کړل شوې روښانه لارښوونې او هدايات پټوي پس له هغه چې موږ هغه خلکو (بني اسرائیلو) ته په کتاب (تورات) کې. روښانه کړل، دا هغه کسان دي چې الله پرې لعنت وايي او لعنت ویونکي (پرښتې، انسانان، پېریان او نور مخلوقات) هم پرې لعنت وايي.
阿拉伯语经注:
اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا وَاَصْلَحُوْا وَبَیَّنُوْا فَاُولٰٓىِٕكَ اَتُوْبُ عَلَیْهِمْ ۚ— وَاَنَا التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
مګرهغه کسان چې توبه یې وویستله (له شرکه او پټولو د نعمت څخه) او ځانونه یې جوړ (اصلاح) کړل او (هغه څه یې چې پټول) هغه یې بیان کړل، نو دا هغه کسان دي چې زه به ورته بخښنه وکړم او زه ښه توبه قبلوونکی، همیشه رحم کوونکی یم.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَمَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ اُولٰٓىِٕكَ عَلَیْهِمْ لَعْنَةُ اللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ
بېشکه هغه کسان چې کافران شوي او د کفر په حالت کې مړه شوي دي، په دې کسانو د الله او ملایکو او ټولو خلکو لعنت دی.
阿拉伯语经注:
خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
(په داسې حال کې چې) دوی به همېشه وي په دې (لعنت، یا اور، یا عقوبت) کې، نه به د دوی په عذاب کې سپکوالی راځي او نه به دوی ته مهلت ورکولی شي.
阿拉伯语经注:
وَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ الرَّحْمٰنُ الرَّحِیْمُ ۟۠
او ستاسې (په حقه) معبود یو دی، نشته بل څوک لائق د عبادت مګر هغه (الله) ډېر مهربان پوره رحم کوونکی دی.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 拜格勒
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭