Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:

اعراف

الٓمّٓصٓ ۟ۚ
المص [1]
[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.
阿拉伯语经注:
كِتٰبٌ اُنْزِلَ اِلَیْكَ فَلَا یَكُنْ فِیْ صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنْذِرَ بِهٖ وَذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟
دا يو كتاب دى چې تاته نازل شوی دى نو (اى محمده!- صلی الله علیه وسلم-) ستا په زړه كې دې له ده نه څه انديښنه نه وي، د ده له نازلولو نه هدف دا دى چې ته د ده په وسيله (منكران) وويروې او د مومنانو لپاره يادونه وي.
阿拉伯语经注:
اِتَّبِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟
(اى خلكو!) څه چې ستاسي د رب له لورې پر تاسي نازل شوي دي د هغو پيروي وكړئ او له خپل رب نه پرته د نورو سرپرستانو پيروي مه كوئ، خو تاسي نصيحت ډير لږ منئ.
阿拉伯语经注:
وَكَمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا فَجَآءَهَا بَاْسُنَا بَیَاتًا اَوْ هُمْ قَآىِٕلُوْنَ ۟
څومره ودانۍ دي چې هغه موږ تباه كړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت، يا په رڼا ورځ په داسې وخت كې راغى چې هغوى استراحت كړى وو.
阿拉伯语经注:
فَمَا كَانَ دَعْوٰىهُمْ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَاۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟
او كله چې پر هغوى زموږ عذاب راغى نو د هغوى (په ژبه) وېنا پرته لدې نور څه نه وه چې موږ په رښتيا سره ظالمان وو.
阿拉伯语经注:
فَلَنَسْـَٔلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ
نو خامخا وبه وپوښتو (په قیامت کې) موږ هغه خلک چې لیږلی شوي وو هغوی ته (پیغمبران) او خامخا به له پېغمبرانو هم پوښتو.
阿拉伯语经注:
فَلَنَقُصَّنَّ عَلَیْهِمْ بِعِلْمٍ وَّمَا كُنَّا غَآىِٕبِیْنَ ۟
بيا به موږ په خپله په كامل علم سره ټوله کیسه د هغوى مخې ته وړاندې كړو، او موږ چېرته غائب نه وو.
阿拉伯语经注:
وَالْوَزْنُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ ۚ— فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟
او تول د (کړنو) په دغه ورځ (قیامت) حق دی، نو د چا چې تله (د نیکیو) درنده شوه همدوی کامیاب دي.
阿拉伯语经注:
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَظْلِمُوْنَ ۟
او د چا چې پلې سپكې شي هغوى به په زيان كې د خپل ځان اخته كوونكي وي ځكه چې هغوى زموږ له اّيتونو سره له ظلمه ډك چلند كاوه.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟۠
موږ تاسي له واك سره په ځمكه كې مېشت كړئ او ستاسي لپاره مو دلته د اوسيدو وسايل برابر كړل، خو تاسي ډېر كم شكر وېستونكي ياست.
阿拉伯语经注:
وَلَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ ۖۗ— فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— لَمْ یَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟
او بې شكه تاسو مو پيدا كړئ، بيا مو صورت درجوړ كړ، بيا مو ملائكو ته وويل چې آدم ته سجده وكړئ، نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه چې له سجده كونكو سره (شامل) نه شو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭