Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
وَاكْتُبْ لَنَا فِیْ هٰذِهِ الدُّنْیَا حَسَنَةً وَّفِی الْاٰخِرَةِ اِنَّا هُدْنَاۤ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ عَذَابِیْۤ اُصِیْبُ بِهٖ مَنْ اَشَآءُ ۚ— وَرَحْمَتِیْ وَسِعَتْ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— فَسَاَكْتُبُهَا لِلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ وَیُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَالَّذِیْنَ هُمْ بِاٰیٰتِنَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ
او په دې دنيا كې هم ښېګڼه راته وليكه او په آخرت كې هم، موږ تاته دروګرځېدو، (الله تعالی) وفرمايل: عذاب خو مې چاته چې وغواړم رسوم يې او رحمت مې په هر څه باندې خپور شوى دى نو دا به د هغو خلكو لپاره وليكم چې تقوى كوي، زكات وركوي او زموږ په آيتونو ايمان راوړي.
阿拉伯语经注:
اَلَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الرَّسُوْلَ النَّبِیَّ الْاُمِّیَّ الَّذِیْ یَجِدُوْنَهٗ مَكْتُوْبًا عِنْدَهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ وَالْاِنْجِیْلِ ؗ— یَاْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَیُحِلُّ لَهُمُ الطَّیِّبٰتِ وَیُحَرِّمُ عَلَیْهِمُ الْخَبٰٓىِٕثَ وَیَضَعُ عَنْهُمْ اِصْرَهُمْ وَالْاَغْلٰلَ الَّتِیْ كَانَتْ عَلَیْهِمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِهٖ وَعَزَّرُوْهُ وَنَصَرُوْهُ وَاتَّبَعُوا النُّوْرَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ مَعَهٗۤ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟۠
هغوى چې د همدې امي رسول متابعت كوي كوم چې دوى سره په تورات او انجيل كې يې (نوم) ليكلى مومي، (هغه) چې د ښېګڼې امر ورته كوي، له بدۍ يې ايساروي، پاكيزه شيان ورته حلالوي، ناپاكه ورباندې حراموي او درانه پيټي يې ترې ايسته كوي او هغه بنديزونه چې پر دوى وو (ماتوي يې). نو هغو چې ايمان پرې راوړو، ملاتړ او مرسته يې وكړه او په هغې رڼايي پسې روان شول چې له ده سره نازله شوې، همدوى بريالي كېدونكي دي.
阿拉伯语经注:
قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنِّیْ رَسُوْلُ اللّٰهِ اِلَیْكُمْ جَمِیْعَا ١لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۪— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهِ النَّبِیِّ الْاُمِّیِّ الَّذِیْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَكَلِمٰتِهٖ وَاتَّبِعُوْهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟
ووايه: ای خلكو! زه تاسو ټولو ته د هغه الله رسول يم چې داسمانو او ځمكې باچاهي خاص هغه لره ده، له هغه پرته (په حق سره) بل معبود نشته هماغه ژوندي كوي او مړه كوي نو په الله او هغه رالېږلي امي نبي يي ايمان راوړئ چې په الله او ټولو خبرو يې ايمان لري او متابعت يې وكړئ چې سمه لار ومومئ.
阿拉伯语经注:
وَمِنْ قَوْمِ مُوْسٰۤی اُمَّةٌ یَّهْدُوْنَ بِالْحَقِّ وَبِهٖ یَعْدِلُوْنَ ۟
او د موسى -علیه السلام- د قوم يوې ډلې له حق سره سمه ښوونه كوله او په همدې سره انصاف کوي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭