Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
وَالْبَلَدُ الطَّیِّبُ یَخْرُجُ نَبَاتُهٗ بِاِذْنِ رَبِّهٖ ۚ— وَالَّذِیْ خَبُثَ لَا یَخْرُجُ اِلَّا نَكِدًا ؕ— كَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّشْكُرُوْنَ ۟۠
او ځمكه چې ښه وي، د خپل رب په حكم يې (ښه) شنېلي راوځي او هغه چې خرابه وي نو پرته له كوم بې كاره بوټي بل څه نه (ترې) وځي (خپل) آيتونه همداسې بيا بيا هغو خلكو ته بيانوو چې شكر باسي.
阿拉伯语经注:
لَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖ فَقَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟
رښتيا هم نوح مو د هغه قوم ته ورلېږلى و نو ورته ويې ويل: اې زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، ستاسو خو له هغه پرته كوم بل معبود نشته، زه پر تاسو د لويې ورځې له عذابه وېرېږم.
阿拉伯语经注:
قَالَ الْمَلَاُ مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
د قوم مشرانو يې ورته وويل: موږ ته خو (خپله) ته په څرګند بې لاريتوب كې ښكارې!
阿拉伯语经注:
قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ ضَلٰلَةٌ وَّلٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ده وويل: ای زما قومه! په ما كې څه بې لاريتوب نشته، زه خو د الله رب العالمين له خوا يو استازى يم.
阿拉伯语经注:
اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَاَنْصَحُ لَكُمْ وَاَعْلَمُ مِنَ اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
چې تاسو ته د خپل رب پيغامونه رسوم، ستاسو خير غواړم او د الله له لوري هغه علم راكړل شوى چې تاسو نه ورباندې پوهېږئ.
阿拉伯语经注:
اَوَعَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوْا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟
آيا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د خپل يو سړي په خوله څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي او ځان وساتئ او د دې لپاره چې رحم درباندې وشي.
阿拉伯语经注:
فَكَذَّبُوْهُ فَاَنْجَیْنٰهُ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَاَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا عَمِیْنَ ۟۠
خو هغوى دروغجن وګاڼه، بيا مو دى او څوك يې چې ملګري وو، په هغه بېړۍ كې بچ كړل او چا چې زموږ آيتونه دروغ ګڼل هغوى مو (په اوبو كې) ډوب كړل، رښتيا چې هغوى ړانده خلك وو.
阿拉伯语经注:
وَاِلٰی عَادٍ اَخَاهُمْ هُوْدًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟
او عاديانو ته مو د هغوى ورور هود (علیه السلام) واستوه، ويلي: ای زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ، له هغه پرته ستاسو كوم معبود نشته، آيا تاسو نه وېريږئ؟
阿拉伯语经注:
قَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖۤ اِنَّا لَنَرٰىكَ فِیْ سَفَاهَةٍ وَّاِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
د قوم هغو مشرانو چې كافر شوي وو، ده ته وويل: موږ خو دې په ناپوهۍ كې اخته ګڼو او په تا د دروغجنو ګومان كوو.
阿拉伯语经注:
قَالَ یٰقَوْمِ لَیْسَ بِیْ سَفَاهَةٌ وَّلٰكِنِّیْ رَسُوْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
ويلې: ای زما قومه! په ما كې څه بې عقلې نشته، زه خو (فقط) د رب العالمين له خوا يو استازى يم.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭