Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتَوْا عَلٰی قَوْمٍ یَّعْكُفُوْنَ عَلٰۤی اَصْنَامٍ لَّهُمْ ۚ— قَالُوْا یٰمُوْسَی اجْعَلْ لَّنَاۤ اِلٰهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟
او بني اسرائيل مو له سمندره پورې وېستل نو په يوه قوم ورغلل چې (تل به) د خپلو (څو) بتانو په عبادت ولاړ وو، ويلې اى موسى! موږ ته هم يو دغسې معبود جوړ كړه لكه د دوى معبودان. ويلې رښتيا چې تاسي ډېره ناپوهي کوونکي خلک یاست.
阿拉伯语经注:
اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِیْهِ وَبٰطِلٌ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
يقيناً هغه (دين) چې دوى پرې دي تباه دى او څه چې دوى كول هغه (ټول) باطل دي.
阿拉伯语经注:
قَالَ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْكُمْ اِلٰهًا وَّهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟
(موسى -علیه السلام-) وويل: آيا له الله پرته بل معبود درته ولټوم؟ حال دا چې هماغه تاسو پر ټولو خلكو غوره كړي ياست.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ۚ— یُقَتِّلُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠
او كله چې له فرعونيانو مو وژغورلئ كومو چې تاسو سخت عذابولئ، ستاسو زامن به يې وژل او ښځې به يې ژوندۍ پرېښودې، او په دې كې مو د خپل رب له خوا لوى ازميښت و.
阿拉伯语经注:
وَوٰعَدْنَا مُوْسٰی ثَلٰثِیْنَ لَیْلَةً وَّاَتْمَمْنٰهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیْقَاتُ رَبِّهٖۤ اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ۚ— وَقَالَ مُوْسٰی لِاَخِیْهِ هٰرُوْنَ اخْلُفْنِیْ فِیْ قَوْمِیْ وَاَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِیْلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او له موسى -علیه السلام- سره مو د دېرشو شپو لوز كړى و چې لس مو ور زياتې كړې نو د هغه د رب ټاكلې موده څلويښت شپې پوره شوه، او موسى خپل ورور هارون ته وويل: زما په قوم كې زما ځاى ناستى اوسه، سمون راوله او د ورانكارو په لار مه ځه.
阿拉伯语经注:
وَلَمَّا جَآءَ مُوْسٰی لِمِیْقَاتِنَا وَكَلَّمَهٗ رَبُّهٗ ۙ— قَالَ رَبِّ اَرِنِیْۤ اَنْظُرْ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ لَنْ تَرٰىنِیْ وَلٰكِنِ انْظُرْ اِلَی الْجَبَلِ فَاِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهٗ فَسَوْفَ تَرٰىنِیْ ۚ— فَلَمَّا تَجَلّٰی رَبُّهٗ لِلْجَبَلِ جَعَلَهٗ دَكًّا وَّخَرَّ مُوْسٰی صَعِقًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَاقَ قَالَ سُبْحٰنَكَ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او كله چې موسى -علیه السلام- زموږ ټاكلې مودې ته راغى (د طور غره ته) او رب يې خبرې ورسره وكړې، ويلې زما ربه! ځان راوښايه چې ودې ګورم، ويې فرمايل: ته ما نه شې ليدلاى، خو دې غره ته وګوره كه هغه پر خپل ځاى (ولاړ) پاتې شو نو ته به مې هم ووينې. نو كله چې رب يې غره ته وړانګې وغورځولې نو هغه يې ذرى ذرې كړ او موسی -علیه السلام- بې هوښه پريوت، كله چې په هوښ شو ويلې: ته پاك يې، تاته مې توبه ده او زه تر ټولو مخكې ايمان راوړونكى يم.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭