Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
فَاِذَا جَآءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوْا لَنَا هٰذِهٖ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّطَّیَّرُوْا بِمُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗ ؕ— اَلَاۤ اِنَّمَا طٰٓىِٕرُهُمْ عِنْدَ اللّٰهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
نو كله چې ښه وخت به پرى راغلو، ويل به يې موږ خو د همدې وړ يو، او كه تنګسه به پرې راغله نو په موسى او ملګرو به يې بد شاګوم (بد فال) نيولو، خبر اوسئ چې د دوى شومتوب الله سره و خو زياتره يې نه پوهيږي.
阿拉伯语经注:
وَقَالُوْا مَهْمَا تَاْتِنَا بِهٖ مِنْ اٰیَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا ۙ— فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟
او هغوى وويل: ته كه هر څنګه نښانه راته راوړې چې پر موږ جادو وكړې، بيا هم ستا د خبرو منونكي نه يو.
阿拉伯语经注:
فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الطُّوْفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ اٰیٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ ۫— فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟
نو پر هغوى مو توپان راوستو او ملخان، سپګې، چنګښې او وينه د بېلا بېلو نښانو په توګه، خو دوى لويي وكړه او (ډېر) مجرم خلك وو.
阿拉伯语经注:
وَلَمَّا وَقَعَ عَلَیْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوْا یٰمُوْسَی ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— لَىِٕنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ
او كله به چې پر هغوى كوم عذاب راغلو نوويل به يې: ای موسى: تاته يې چې كومه وعده دركړې په هغې سره له خپله ربه موږ ته وغواړه چې كه دا عذاب دې رانه لرې كړ نو خامخا به ايمان در باندې راوړو او حتماً به بني اسرائيل درسره وليږو.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ اِلٰۤی اَجَلٍ هُمْ بٰلِغُوْهُ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟
خو كله چې موږ به هغه عذاب تر يوه ټاكلي وخته چې دوى ور رسېدونكي وو، ترې لرې كړ نو بيا به يې (فى الحال) خپله وعده ماتوله.
阿拉伯语经注:
فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ ۟
نو بيا مو غچ ترې واخيست او په سمندر مو لاهو كړل ځكه چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼل او ترې بې پروا شوي وو.
阿拉伯语经注:
وَاَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِیْنَ كَانُوْا یُسْتَضْعَفُوْنَ مَشَارِقَ الْاَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنٰی عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— بِمَا صَبَرُوْا ؕ— وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ یَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهٗ وَمَا كَانُوْا یَعْرِشُوْنَ ۟
او د دوى پر ځاى مو هغه خلك چې كمزوري كړل شوي وو، د هغې ځمكې د ختيځ او لويديځ وارثان كړل چې بركت مو پكې اچولى دى او ستا د رب دښېګڼې وعده په بني اسرائيلو تمامه شوه ځكه چې دوى صبر كړى و او ټول هغه څه مو تباه كړل چې فرعون او قوم يې جوړول او لوړول.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭