Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَخْرِجُوْهُمْ مِّنْ قَرْیَتِكُمْ ۚ— اِنَّهُمْ اُنَاسٌ یَّتَطَهَّرُوْنَ ۟
او د قوم ځواب يې له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: دوى مو له كلي وباسئ، دوى ځان ډېر پاك ساتي.
阿拉伯语经注:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اِلَّا امْرَاَتَهٗ ۖؗ— كَانَتْ مِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟
نو هغه (لوط علیه السلام) او د هغه كورنۍ مو وژغورله، پرته له مېرمنې يې چې له شاته پاتې کېدونكو وه.
阿拉伯语经注:
وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ؕ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِیْنَ ۟۠
او يو باران (د كاڼو) مو پرې وواراوه، نو وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه شو؟
阿拉伯语经注:
وَاِلٰی مَدْیَنَ اَخَاهُمْ شُعَیْبًا ؕ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ فَاَوْفُوا الْكَیْلَ وَالْمِیْزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوْا فِی الْاَرْضِ بَعْدَ اِصْلَاحِهَا ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟ۚ
او مدين ته (مو) د دوى ورور شعيب (ولېږه) ويلې ای زما قومه! الله ولمانځئ، له هغه پرته مو كوم بل معبود نشته، ( دا دى) د خپل رب له خوا مو څرګنده نښانه درته راغلې نو پيمانه او تله پوره كوئ او خلكو ته يې خپل شيان كم مه وركوئ او په ځمكه كې له اصلاح راتلو وروسته فساد مه كوئ، دا ډېر درته غوره ده كه تاسو مومنان ياست.
阿拉伯语经注:
وَلَا تَقْعُدُوْا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوْعِدُوْنَ وَتَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِهٖ وَتَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ كُنْتُمْ قَلِیْلًا فَكَثَّرَكُمْ ۪— وَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او په هره لار (د شوكې لپاره) مه كېنئ چې خلك ډاروئ او د الله له لارې مومنان ايساروئ او كوږوالى يې غواړئ، او درياد كړئ هغه وخت چې تاسو لږ وئ بيا يې ډېركړئ او وګورئ چې د فساد كوونكو انجام څنګه شو؟
阿拉伯语经注:
وَاِنْ كَانَ طَآىِٕفَةٌ مِّنْكُمْ اٰمَنُوْا بِالَّذِیْۤ اُرْسِلْتُ بِهٖ وَطَآىِٕفَةٌ لَّمْ یُؤْمِنُوْا فَاصْبِرُوْا حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ بَیْنَنَا ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟
او كه له تاسو نه يوې ډلې هغه (هدايت) منلى وي چې زه ورسره رالېږل شوى يم او بلي نه وي منلى نو بيا صبروكړئ څو چې الله مو ترمنځ فيصله وكړي او هغه تر ټولو غوره فيصله كوونكى دى.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭