Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
اُبَلِّغُكُمْ رِسٰلٰتِ رَبِّیْ وَاَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ اَمِیْنٌ ۟
چې د خپل رب پيغامونه در رسوم او تاسو ته يو ډاډمن خير غوښتونكى یم.
阿拉伯语经注:
اَوَعَجِبْتُمْ اَنْ جَآءَكُمْ ذِكْرٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَلٰی رَجُلٍ مِّنْكُمْ لِیُنْذِرَكُمْ ؕ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَآءَ مِنْ بَعْدِ قَوْمِ نُوْحٍ وَّزَادَكُمْ فِی الْخَلْقِ بَصْۜطَةً ۚ— فَاذْكُرُوْۤا اٰلَآءَ اللّٰهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟
ايا په دې حيران شوئ چې د خپل رب له خوا مو د يوه خپل سړي (په خوله) څه يادونه درته راغله چې تاسو ووېروي، او درياد كړئ کله چې یې تاسو د نوح له قوم وروسته د هغو پر ځاى كېنولئ، او په (بدني) پيدايښت كې يې قوت در زيات كړ، نو د الله نعمتونه دريادوئ ښايي خلاصى ومومئ.
阿拉伯语经注:
قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللّٰهَ وَحْدَهٗ وَنَذَرَ مَا كَانَ یَعْبُدُ اٰبَآؤُنَا ۚ— فَاْتِنَا بِمَا تَعِدُنَاۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
دوى وويل: ايا د همدى لپاره راته راغلى يې چې يوازې الله ولمانځو او هغه پرېږدو چې زموږ پلرونو لمانځل، نو كه رښتينى يې هغه (عذاب) راباندې راوله چې ته مو پرې ډاروې.
阿拉伯语经注:
قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَّغَضَبٌ ؕ— اَتُجَادِلُوْنَنِیْ فِیْۤ اَسْمَآءٍ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّا نَزَّلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— فَانْتَظِرُوْۤا اِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُنْتَظِرِیْنَ ۟
هغه وويل: د خپل رب عذاب او قهر مو درباندې را پرېوتى دى! آيا په هغو نومونو كې شخړه راسره كوئ چې تاسو او ستاسو پلرونو ايښي دي، چې په هغو الله كوم سند (دلیل) نه دى رانازل كړى؟ نو انتظار كوئ! زه هم درسره انتظار كوونكى يم.
阿拉伯语经注:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَمَا كَانُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟۠
نو بيا مو په خپلې مهربانۍ سره دى او د ده ملګري وژغورل او د هغو خلكو سټه مو واېستله چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي وو او دوى مومنان نه وو.
阿拉伯语经注:
وَاِلٰی ثَمُوْدَ اَخَاهُمْ صٰلِحًا ۘ— قَالَ یٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللّٰهَ مَا لَكُمْ مِّنْ اِلٰهٍ غَیْرُهٗ ؕ— قَدْ جَآءَتْكُمْ بَیِّنَةٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— هٰذِهٖ نَاقَةُ اللّٰهِ لَكُمْ اٰیَةً فَذَرُوْهَا تَاْكُلْ فِیْۤ اَرْضِ اللّٰهِ وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او ثموديانو ته مو د هغوى ورور صالح ولېږلو، ويلې اى زما قومه! (يوازې) الله ولمانځئ له هغه پرته مو كوم بل خداى نشته، دا دى تاسو ته د خپل رب له خوا څرګنده نښانه راغلې، دغه د الله اوښه تاسو لپاره نښانه ده، نو هغه پرېږدئ چې د الله پر ځمكه خوراك كوي او په بدۍ لاس مه ور وړئ چې بيا به مو يو دردناك عذاب راګير كړي.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭