Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
قُلْ لَّاۤ اَمْلِكُ لِنَفْسِیْ نَفْعًا وَّلَا ضَرًّا اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْ كُنْتُ اَعْلَمُ الْغَیْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَیْرِ ۛۚ— وَمَا مَسَّنِیَ السُّوْٓءُ ۛۚ— اِنْ اَنَا اِلَّا نَذِیْرٌ وَّبَشِیْرٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
ووايه: زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان واك نه لرم، مګر څه چې الله غواړي او كه زه په غيبو پوهېدلى نو ډېرې ګټې به مې كړې وې او هېڅ زيان به نه و را رسېدلى، زه مومنانو ته له يو وېروونكي او زېري وركوونكي پرته بل څه نه يم.
阿拉伯语经注:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِیَسْكُنَ اِلَیْهَا ۚ— فَلَمَّا تَغَشّٰىهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِیْفًا فَمَرَّتْ بِهٖ ۚ— فَلَمَّاۤ اَثْقَلَتْ دَّعَوَا اللّٰهَ رَبَّهُمَا لَىِٕنْ اٰتَیْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُوْنَنَّ مِنَ الشّٰكِرِیْنَ ۟
دى هماغه دى چې تاسو يې له يو كس نه پيدا كړئ او له هماغه يې د ده جوړه پيدا كړه چې له هغې سره بسيا (ارام) شي، نو بيا يې كله چې وپوښله (کوروالی وکړ)، هغې سپك بار (حمل) واخيست، چې ورسره ګرځېده به (وخت پرې تېر شو)، نو كله چې درنه شوه (په حمل سره نو) دواړو خپل رب الله ته سوال وكړ چې كه ښه بچى دې راكړ نو خامخا به موږ شكر وېستونكي اوسو.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّاۤ اٰتٰىهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهٗ شُرَكَآءَ فِیْمَاۤ اٰتٰىهُمَا ۚ— فَتَعٰلَی اللّٰهُ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟
خو كله چې ښه بچى يې وركړ، دواړو په هغه وركړه كې له ده سره نور شريكان وګڼل نو الله له هغو ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.
阿拉伯语经注:
اَیُشْرِكُوْنَ مَا لَا یَخْلُقُ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ۚ
آيا هغه څه ورسره شريكوي چې هېڅ شي نه پيدا كوي بلكې خپله دوى پيدا كول كيږي.
阿拉伯语经注:
وَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ لَهُمْ نَصْرًا وَّلَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ ۟
او نه هغوى سره څه مرسته كولاى شي او نه خپلو ځانو سره څه مرسته كولاى شي.
阿拉伯语经注:
وَاِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَتَّبِعُوْكُمْ ؕ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ اَدَعَوْتُمُوْهُمْ اَمْ اَنْتُمْ صَامِتُوْنَ ۟
او كه سمې لارې ته يې راوبلې، نه در پسې راځي، پر تاسو برابره ده كه راومو بلل يا تاسو چوپ پاتې شوئ.
阿拉伯语经注:
اِنَّ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ عِبَادٌ اَمْثَالُكُمْ فَادْعُوْهُمْ فَلْیَسْتَجِیْبُوْا لَكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
بې شكه هغه چې تاسو يې الله نه پرته رابلئ، هغوى هم ستاسو په شان بندګان دي، نو كه تاسو رښتيني ياست راويې بلئ، نو ځواب دې دركړي.
阿拉伯语经注:
اَلَهُمْ اَرْجُلٌ یَّمْشُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اَیْدٍ یَّبْطِشُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اَعْیُنٌ یُّبْصِرُوْنَ بِهَاۤ ؗ— اَمْ لَهُمْ اٰذَانٌ یَّسْمَعُوْنَ بِهَا ؕ— قُلِ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ كِیْدُوْنِ فَلَا تُنْظِرُوْنِ ۟
آيا د هغوى پښې شته چې ورباندې لاړشي؟ يا يې لاسونه شته چې څه پرې ونيسي؟ يا يې سترګې شته چې پرې ګوري؟ يا يې غوږونه شته چې پرې واوري؟ ورته وايه شريكان مو راوبلئ بيا ماته دسيسې جوړې كړئ او هېڅ مهلت مه راكوئ.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭