Check out the new design

《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 * - 译解目录

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

含义的翻译 章: 艾尔拉夫   段:
وَاِذْ قَالَتْ اُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَا ۙ— ١للّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِیْدًا ؕ— قَالُوْا مَعْذِرَةً اِلٰی رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَّقُوْنَ ۟
او كله چې يوې ډلې يې وويل: د څه لپاره داسې خلكو ته نصيحت كوئ چې الله يې تباه كوونكى يا سخت عذاب وركوونكى دى، هغوى ويل: ستاسو رب ته د عذر پيدا كولو لپاره او دا چې ښايي دوى هم وويريږي.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖۤ اَنْجَیْنَا الَّذِیْنَ یَنْهَوْنَ عَنِ السُّوْٓءِ وَاَخَذْنَا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا بِعَذَابٍۭ بَىِٕیْسٍ بِمَا كَانُوْا یَفْسُقُوْنَ ۟
نو كله چې هغه نصيحت يې هېر كړ چې يادونه يې ورته شوې وه نو بيا مو هغه كسان بچ كړل چې له بديو يې منع كوله او چا چې ظلم كړى و هغوى مو په سخت عذاب راونيول، په دې چې سرغړونه به يې كوله.
阿拉伯语经注:
فَلَمَّا عَتَوْا عَنْ مَّا نُهُوْا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُوْنُوْا قِرَدَةً خٰسِىِٕیْنَ ۟
نو كله چې له هغه څه يې سر وغړولو چې ترې ايسار كړى شوي وو نو موږ ورته وويل (ځئ) خوار ذليل بيزوګان شئ.
阿拉伯语经注:
وَاِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكَ لَیَبْعَثَنَّ عَلَیْهِمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ مَنْ یَّسُوْمُهُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ لَسَرِیْعُ الْعِقَابِ ۖۚ— وَاِنَّهٗ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې: تر قيامته به داسې خلك پر دوى (بنى اسرائيلو) خامخا واكمن كړي چې ډېر بد يې عذابوي، يقيناً ستا رب په سزا وركولو كې ګړندى دى او بې شكه هغه مهربان بخښونكى دى.
阿拉伯语经注:
وَقَطَّعْنٰهُمْ فِی الْاَرْضِ اُمَمًا ۚ— مِنْهُمُ الصّٰلِحُوْنَ وَمِنْهُمْ دُوْنَ ذٰلِكَ ؗ— وَبَلَوْنٰهُمْ بِالْحَسَنٰتِ وَالسَّیِّاٰتِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او هغوى مو په ځمكه كې ډلې ډلې خپاره واره كړل، ځينې يې نېكان او ځينې يې لږ راښكته دي او هغوى مو په ښو او بدو حالاتو وازمايل چې ښايي بيرته راوګرځي.
阿拉伯语经注:
فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَّرِثُوا الْكِتٰبَ یَاْخُذُوْنَ عَرَضَ هٰذَا الْاَدْنٰی وَیَقُوْلُوْنَ سَیُغْفَرُ لَنَا ۚ— وَاِنْ یَّاْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهٗ یَاْخُذُوْهُ ؕ— اَلَمْ یُؤْخَذْ عَلَیْهِمْ مِّیْثَاقُ الْكِتٰبِ اَنْ لَّا یَقُوْلُوْا عَلَی اللّٰهِ اِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوْا مَا فِیْهِ ؕ— وَالدَّارُ الْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ یَتَّقُوْنَ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟
خو بيا له دوى وروسته يې داسې خلك ځاى ناستي شول چې د كتاب وارثان شول (نو) د همدې (بى ارزښته) دنيا سامان را اخلي او وايي: زر به وبخښل شو او كه بيا هغه شان سامان ورته راشي (بيا يې) را اخلي. آيا له دوى نه د كتاب ژمنه اخيستل شوې نه وه چې په الله پورې به له حق پرته بل څه نه وايي او څه چې پكې دي هغه يې (ټول) لوستلي هم دي، او د آخرت استوګنځى حتماً هغو خلكو ته غوره دى چې تقوا كوي، آيا تاسو عقل نه كاروئ.
阿拉伯语经注:
وَالَّذِیْنَ یُمَسِّكُوْنَ بِالْكِتٰبِ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ ؕ— اِنَّا لَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُصْلِحِیْنَ ۟
او هغوى چې كتاب ټينګ نيولى او لمونځ يې ترسره كړى، يقيناً موږ د (داسې) نېكانو اجر نه ضايع كوو.
阿拉伯语经注:
 
含义的翻译 章: 艾尔拉夫
章节目录 页码
 
《古兰经》译解 - 普什图语翻译 - 拉瓦德翻译中心。 - 译解目录

由拉瓦德翻译中心团队与拉布瓦 الدعوة协会和伊斯兰内容服务协会合作翻译。

关闭